Special Forces in Afghanistan

  • il y a 18 ans
ګرانو دوستانو او د افغانستان د مسايلو سره درندو مينه والو،

افغان جرمن آنلاین په درناوي خبردرکوی چی زمونږ په ویب پاڼی کې د { افغانستان د پیښو په څلور لارې کی} په سرليک يوه نوې پاڼه د جرمنې پر وخت د ماښام په اتو بجو د اکتوبر له دوهمې نېټې څخه چې د يکشنبې ورځ کېږي په کار پيل کوي. د دې پروګرام په چوکاټ کې به په هره ميلادي مياشت کې يو ځل ټولنيز، فرهنګي، تاريخي او سياسي پروګرامونه ولرو چې په ترڅ کې به يې افغاني پوهانو ته بلنه ورکوو چې په خپل ګډون زموږ پروګرامونه لا شتمن کړي.

افغان جرمن آنلاین خپلو دوستانو او مینه والو ته خبر ورکوی چی د " افغانستان د پیښو په څلور لارې کی" میاشتنيو پروګرامونو په لړ کې خپل دریم سيمينار د يکشنبې په ورځ د ٢٠٠٥ کال د دسمبر پر اتلسمه د افغان کلتوري مرکز په تالار کې وطنوالو ته وړاندې کوي.

د دې سيمنار موضوع د (( د زبر ځواکونو جګړه او په افغانستان کي د نل ليکي پروژه )) ده

د انرژۍ ارزښت او په ځانګړي توګه دګازاو نفتوانرژۍ ته اړتيا ورځ په ورځ په بې ساري توګه زياتيږي . په امريکا اويوشمير اسيايې هيوادونو او د هغو ډلي څخه په چين هيواد کي دګاز اونفتو انرژۍ ته اړتيا په داسي حال کي مخ پر زياتيدو ده چي د همدې انرژيو طبيعي زيرمي په پر له پسې توګه د لږيدو په حال کي دي ، ځکه نو د دې طبيعي زيرمو د نيولو او خپلولو لپاره د زورورو هيوادونو تر منځ شخړ و زور اخستۍ دۍ .

د امريکا متحده ايالات ، چين اولسي جمهوريت او روسيې فدراسيون تر خپل منځ په منځنۍ اسيا ، منځني ختيځ او افريقا کي دزورازمويلو، سياليو او نظامي شخړولوري ته مخامخ شويدي ، د همدې امله په هغو هيوادونو کي چي نفت توليديږي ، هلته نظامي شخړو ته لمن وهل کيږي . څرنګه چي امريکا ته نفت زيات ارزښت لري ، ځکه د تروريزم سره تړاو ور کوي .

منځني ختيځ چي د نړۍ شپيته په سلو کي نفت توليدوي ، دادۍ د نيمي پيړۍ راهيسي د نړۍ د زورورو تر منځ د زور ازمايلو ټاټوبۍ اودجګړې سيمه ده ، او عراق چي د دې زيرمو د نيمي برخي خاوند دۍ ، په بشپړه توګه لاندي شويدۍ . د انرژۍ ارزښت او د هغو د وړلو راوړلو لاري د بيلا بيلو جګړو د پيښيدو لامل ګرځيدلۍ دۍ ، چي يوه هم د افغانستان پای ته نه رسيدونکۍ جګړه ده . د سياسي شننکو په اند د افغانستان پر خلاف او د هيواد په دننه کي د ټولو جګړو جرړي هم له همدې ځايه اوبه څښي .

په منځنۍ اسيا کي د ګاز او نفتو د سترو زيرمو د را څرګنديدو له امله دا سيمه د جګړې دويم ټا ټوبۍ شو . اوس د نړۍ ستر صنعتي هيوادونه د هغوۍ په سر کي د لويديځ له لوري دامريکا متحده ايالات ، د روسيې فدراسيون او د چين اولسي جمهورت د هغه د ګړندۍ اقتصادي ودي او انرژۍ ته د هغه زياته تنده د ختيځ له لوري د دې زيرمو د غونډ تيرولو او خپلولو لپاره ډګر ته راوتي دي .او همدا ډول په افريقا او له هغې جملې د افريقا په لويديځ کي دګاز او نفتو د زياتو زيرمو د را څرګنديدلو وروسته ، د انرژۍ تږيو هلته مخامختيا ته ودانګل او د جګړې دريمه سيمه يې لا پخوا پرانيستې ده .

جګړه ماران د خپلو ګټو د ساتني په نيت د جګړو لمبو ته لمن وهي ، خو دا په هغه هيوادونو کي ميشت اولسونه دي چي د هغو لمبو په منځ کي سوځي ، او له دې ډلي عراق او افغانستان هيوادونه دي چي د امريکا د متحده ايالاتو لپاره يې د سياسي ستراتژي له اړخه ځانګړۍ ارزښت پيداکړيدۍ .( لومړۍ هيواد د انرژۍ د زياتوزيرمولرونکي په توګه او دويم هم د نل ليکي د تيريدونکي سيمي په توګه ارزښت لري ) دا هيوادونه چي اوس د امريکا او روسيې تر منځ د مخامختيا او سيالۍ ډګر ونه ګرځيدلي ، د دې لامل شويدي چي په دې تړاو لا زيات ځواک ښوونه وپارول شي .

په دې سيمنار کي هڅه کيږي چي په افغانستان کي د جګړې لاميلونه او په روانو سياسي _ نظامي جوارګريو کي د لويديځ او ختيځ ځواکونو تر منځ تاوتريخوالۍ، دهغه ارزښت په رڼا کي و څيړل شي چي د انرژۍ زيرمي يې لري ، او هم به د انرژۍ د وړلو او تيرولو لاري ، برملا شي .

د دې سيمينار په لومړۍ برخه کي به د امريکا متحده ايالاتو د انرژۍ لپاره سياسي ستراتيژۍ او جيوپوليتيک او د فدراتيفي روسيې ونډه او په دويمه برخه کي به د چين اولسي جمهوريت ونډه تر څيړني لاندي ونيول شي .

په دريمه برخه کي به د افغانستان څخه د ګاز نل ليکي پروژه د جګړې د بنسټيز لاميل په توګه د لومړۍ او دويمي برخي د پايلو په رڼاکي و ارزول شي .
دغه سمينار چې د يکشنبې په ورځ د ٢٠٠٥ کال د دسمبر پر اتلسمه د مرکزي اروپا په وخت د ماښام پر اتو بجو جوړېږي د افغاني ټولنې ډېر درانه پوهان به ورته راشي او ويناوې به په کې واوروي.

Recommandée