افغانستان کې د سولې او ارامۍ په اړه د اسلامي عالمانو دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د چارشنبې/شورو پر ورځ د سعودي مکه مکرمه کې د يوې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسېده. ا
  • 6 years ago
افغانستان کې د سولې او ارامۍ په اړه د اسلامي عالمانو دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د چارشنبې/شورو پر ورځ د سعودي مکه مکرمه کې د يوې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسېده. افغان ولسمشر اشرف غني د اسلامي کنفرانس له دې غونډې مننه کړې او د علماوو د پرېکړې هرکلى يې کړى چې په افغانستان کې يې د ده په وينا جگړه فتنه بللې ده. اعلاميه چې د مکې اعلان يې بولي، د اسلامي کنفرانس سازمان افغانستان کې سوله ييزې حل لارې ته د رسېدو يوه شرعي لارنقشه بللې ده. عبيدالله حسام په دې غونډه کې د افغان پلاوي له غړي اکرم خپلواک سره خبرې کړي او پوښتلى يې دى چې افغانستان کې د سولې په اړه د سعودي دا کنفرانس څومره ارزښت او اغېز لري؟
Recommended